امريکايي قوماندان : افغانستان کې د پوځونو زياتوالی حالت نور هم خرابوي
منبع اصلاح آنلاین
د امريکايي ځواکونو ستر قوماندان ډېوډ پټريوس تېره ورځ مازیګر د امريکايی ځواکونو په يوه څېړنيز مرکز کې اعتراف وکړ ، چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو زياتېدل حالت له بد بدتر کړی دی
د امریکاِِیی رسنيو د راپورونو له مخې ډېوډ پېټريوس زياته کړه ، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان وضع له يوې ورځې بلې ته خرابېږي ، آن تر دې حده چې يواځې په تېره اوونۍ پر امريکايي او دولتي ځايونو ۴۰۰ حملې شوي دي ،
جنرال پټريوس ومنله چې د ګرمۍ په پیل کېدو به په افغانستان کې مېشت اويا زره بهرنی عسکرتر سختو حملو لاندې اودا حملې له يوې ورځې بلې ته زياتېږي.
ټاکل شوې ده ، چې امريکا به ۲۱ زره نور عسکر افغانستان ته راواستوي ، او په دې ډول به د امريکايي او ناټو ځواکونو شمېره ۹۰ زره ته ورسېږي.
امريکايي رسنيوویلې چې په افغانستان کې را ولاړ شوي مقاومت اوس ناټو او امريکا د محاصرې په ډول راګېر کړې ده
او همدارنګه د افغانانو سره د بهرنیو ځواکونو بد چلند او ړنده بمباري ددې باعث شوې ده چې د افغانستان د مرکزي دولت پرخلاف د خلکو کرکه ورځ په ورځ زياته او دولت ضعيف شي.
د لويديځو هېوادونو ناوړه سياست ددې لامل شوی دی ، چې په افغانستان کې خلک د خپل ځان پر خلاف راوپاروي او خپل مخالفين زيات کړي ، آن تر دې چې لويديځ هېوادونه اوس په افغانسان کې دومره مغروره شوي چې د افغان دولت پر هغو خبرو چې د عامو خلکو د وژنې مخنيوی دې وشي غوږ هم نه ګروي.
