اخلاف کانت آلمانی درافغانستان «رفتن بسوی صلح جاودان»
را به« گورستان جاودان» تبدیل کرده اند
ازطریق رسانه های خبری همه جهانیان دریافتند که آلمان ها درشمال افغانستان به تبعیت وهمسوئی با حمله وحشیانه قوای امریکائی وانگلیسی درجنوب غرب وجنوب شرق کشور به ادعای خود آنها بخاطری تصفیه مناطق شمالی کشورازگروه های خشونت به یک عملیات سرتاسری دست زدند که درآن به همکاری همردیفان افغانی خود جهت قلع وقمع مخالفین مسلحانه با همه تجهیزات مدرن نظامی مصروف کاروزارهستند.
بعدازگذشت قریب دو هفته هویداشد که قوای آلمانی به هیچصورت موفقیت خاصی حاصل نکرده است و اکنون این جنگ غیرعادلانه درمناطق شمالی افغانستان باوجود تبلیغات وسیع خبری وسیاسی به شکست مواجه گردیده است.
نخستین سوال که راجع میگردد این است که چرا قوای آلمانی باوجود اعلان تغییر موضع استراتژیکی گذشته خود، ازحالت "رسمی دفاعی" به حالت تهاجمی درآمد. چرا برای استحکام وتقویه یک حکومت مفسد و بی کفایت درذهنیت جهانی، بازهم اسراربر حمایت آن می کند. چطورممکن است که برای استحکام زمینه های انتخابات ازجبر،اکراه وقوه نظامی جهت تصفیه مخالفین سیاسی استفاده نمود وآن رویکرد را با اصول دیموکراسی هماهنگ وهمسوجلوه داد.
هرانسانی صاحب فکر واندیشه بسادگی درمی یابد که برای امحای چند خشونت گروتروریست ضرورت به عملیات نظامی مستمر که بیشتر ازده روز درجریان است، نخواهد بود . پس به جرئت و یقین میتوان گفت که درآن مناطق مقاومت ملی درجریان است . آن مقاومت دربرابرقوای اجنبی صف آرائی نموده ومردم منطقه ازاجنبیان واشغالگران اظهارتنفرمی کنند..به همین دلیل است که قوای آلمانی درکندز خانه های مردم راتلاشی می کنند وجوانان را به بند واسارت می کشانند. خانه وکاشانه مردم زیررگبارفیرتوپ وتوپخانه و سایر وسایل نظامی مبدل به خرابه میگردد. طبعاً مردم انزجارخود رانسبت به همچوپیش آمد ها ازطریق مقاومت بیشتر واضح می سازند.
ادامه مطلب
زما په ملت دومره غټ ظلم، د یولسم سپتمبر د حملو او دری زره کسانو د وژل کیدو بدل له ټول ملت څخه په دومره ظالمانه ډول اخستل کوم انصاف دی؟ د عراق هر پنځم وګړی وژل شوی، افغانستان په تیرو دیرشو کلنو کی کله د دوستی او کله د دشمنی په نوم په اور کی سوزول کیږی، په ملینونو انسانانو ژوند له لاسه ورکړی او دا لړی لا روانه ده. همده باراک اوباما د مصر د سفر څخه څو ورځی وړاندی په خپل امر په زرګونو نور امریکای عسکر دی هیواد ته واستول.
حامد دراني
همغه ښار، د آرام نیل غاړه، یو خوا د لوړو ګمبزو او لوړو لوړو منارو جوماتونه او د نړی تر ټولو پخوانی پوهنتون الازهر، د خان خلیلی تنګی تنګی ولی د خلکو څخه ډکی کوڅی او بل لور ته تر غاړو غاړو ډک د نیل آرام سیند، خوا او شا رنګ په رنګی رڼاګانو په میځ کیی پروت د قاهری ښار. د زوړ ښار یوه څنډه کی د الازهر پوهنتون او نوی ښار کی د قاهری پوهنتون آباد شوی. په یوه درس ګاه کی علماء مشغول دی تر څو اسلام ته د نوښت کالی ور واغوندی ولی بلی خوا ته پروفیسوران پدی بوخت دی تر څو سیکولیرزم ته له اسلام سره پیوند ورکړی، دلیلونه وای تر څو د اسلام په دی نوی شکل او قیافه باندی د خپلو شاګردانو قناعت تر لاسه کړی.
ایله یو څو ورځی وړاندی د ښار له خلکو ډکو ولی تنګو تنګو کوڅو کی ناڅاپی د عامو ورځو په توپیر سره چوپتیا خوره شوه، کوڅی له خلکو خالی او هټی قلف کړای شوی وی، هر لور ته د امینتی ځواکونه ګزمی وی، څو عسکری کنډکونه راغلی وو. د پاچاهانو د وخت جوړ یو جومات په منارو او بامونو ټوپک او درندی وسلی لرونکی عسکر ګوته په ماشه لیدل کیدل. پدی چوپه چوپتیا کی د دری لیموزین ډوله موټرو یو مختصره قافه تیره شوه. په دری واړ موټرو د مصر او امریکا غبرګ بیرغونه رپیدل تر څو چاته معلومه نشی چه ځانګړی میلمه او ښاغلی ریس جمهور کوم یو کی ناست دی. دوی د پوره دوه دیرش پک اپ مټرو په بدرګه چه مخکی او ورسته تری په حرکت کی وو او ګوته په ماشه د مصری پولیسو امنیتی ځواکونه یی په فوق العاده تیار سهی کی پکښی ناست وو د ټاکل شوی ځای په لوری د حرکت په حال کی وو. قافله ځای ته ورسیده. د لاسونه د پړکا او ښه راغلاست لپاره مخکی له مخکی یو ډله خلک د لوی تالار په چوکیو کی آماده باش سترګی په لاری ناست وو، دا خلک د خورا چاڼ، محنت او پلټنی په پایله کی را ټول کړای شوی وو. وینا پیل شوه، د ټولی نړی او په تیره بیا د اسلامی نړی تلویزونی کانالونو دا وینا په ژوندی بڼه د هوا څپو ته ورسپارله تر څو هغه چه دی تالار کی نشته یی هم اووینی او واوری. بلی! د باراک حسین اوباما وینا. اسلامی نړی سره نوی اړیکی، د نوی مینی پیغام، د قران آیتونه پکښی
هم په ډیر احتیاط سره لوستل کیدل تر څو باور وشی چه د آیت او ویونکی تر میځ پخوانی نسلی او نسبی اړیکی شته. زه هم یو له هغو بد نصیبه ملیونونو او ملیاردونو مسلمانانو له ډلی ووم کومو چه دا وینا په ژوندی بڼه اوریده او لیدله. ناڅاپه می یادونو پوره دوه سوه یولس کاله لیری د تاریخ پاڼو کی ورک کړم کله چه په کال ۱۷۹۸ میلادی کی د همدی جون په اته ویشتمه نیټه د مصر په بندر د وخت یو خطرناک زور ځواک د فرانسی د وخت مشر نپولین د خپلو څلور سوه جنګی بیړیو او شپږ دیرش زره عسکرو سره د قاهری په څنډو لنګرونه واچول. باراک اوباما ته د دی عسکرو راوړلو اړتیا ځکه نه وه چه د هغه عسکر خو لا ډیر پخوا پدی خاوره کی میشت دی تر څو د دی هیواد د دکتاتوری نظام په ټنګښت کی ورسره مرسته وکړی او نوی نوی لاری چاری ور زده کړی، ډیر مشاورین هم لری. د نپولین د وخت فرانسی چه کوم هیوادونو لاندی کړی وو تر اخره یی پکښی د لوټ او تالان تر بریده اوسیدل، د دی ښه بیلګه افریقای هیوادونه دی، مصر هم له همدوی یو دی. هغه هیوادونو چه د فرانسی د مستعمری جغ یی له څټه لری کړی او خپل خوا او شا لیدلی نو هر څه تری فرانسویانو وړی وو. دا هیوادونه تر ډیر بی وزله او غریب وو ولی زړونه یی د الله د لومړی کور کعبی سره له پخوا درزیدل. همدا اړیکه وه چه کله د فرانسی سر سختو پادریانو او مسیحی مبلیغینو د خپل څو سوه کلن تبلیغی کار د ارزونی په موخه خپل راپورونو وړاندی کول نو ټولو په یوه خوله وو چه ددی سیمی خلک له اسلام څخه بی لاری کول د وسپنو نینی چیچل دی. مشران ورته بدل کړی، غریبان یی کړی، مال تری واخلی او که د دنیا او اقتدار لالچ ورکړی بیا به هم خپل دین او مذهب اسلام نه پریږدی. نپولین یو ډیر چالاک پاچا وو، هغه د مسلمانانو په ساده توب ډیر ښه پوهیده. مصر ته له راتګه وړاندی یی د دی هیواد څخه راستانه شوو سیلانیانو لیکلی ډیری کیسی لوستلی وی چه د مصریانو په هلکه لیکلی شوی وی. یو وار یی وویل چه ما ته مصر کی دری غلیمانو سره مقابله را په غاړه ده اول برطانویان دویم عثمانی خلافت او دریم عام مسلمانان، ولی په دی دری واړو کی غښتلی او سخت عام مسلمانان دی. د سیلانیانو د معلوماتو په بنسټ یی ډیری داسی لاری معلومی کړی وی چه دا عام مسلمانان په ډیره اسانی بی له کومی ستونزی وغولول شی. د مصر له لاندی کولو سره سم یی د قاهری علماء، مشران او سپین ږیری یو ځای ته را غونډ کړل.
دا ځای د الازهر پوهنتون مخه وه. د علماءو مخی ته په زرګونو منظم عسکر په پوځی رسم او ترتیب سره سلامی ولاړ وو. ټولو ته ښه غوړه او مکلفه ډوډی ورکړای شوه او عزت یی پر ځای شو. د دی هر څه ورسته همداسی یو تالار کی چه نن پکی باراک اوباما د خبرو اوریدو لپاره یوه ډله مسلمانان را ټول شوی وو خبری وکړی. نپولین د اسلام د لوی والی، عظمت، انصاف، پرمختګ، د اسلام انسانی او اخلاقی اصولو په موضوع یو ډیره تیزه تونده او زړه راښکونکی وینا وکړه. هر وار د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نوم له اخیستو او اوریدو سره نیم قات کیده، د احترام آخری رسومات یی تر سره کول. لا څو واری خو یی د هغه صلی الله علیه وسلم د نوم په یادولو یا اوریدو له سترګو اوښکی توی شوی. بیا یی علماءو ته بی شمیره ډالی ورکړی او هر یو ته یی بیل بیل وویل چه دا هر څه د دوی او د اسلام په کټه کوی. بیا یی وویل زما نیت نیک او سپیڅلی دی، اوس نو دا ستاسی مسولیت او کار دی تر څو زما دا وینا او نیت د قران او حدیث په ژبه او الفاطو کی تر نورو مسلمانانو ورسوی. د مناقفت څخه ډکی دی وینا په پایله کی د هغی ظالم پښی په قاهره کی کلکی شوی.
بیا یی د امنیت په نوم یی د قاهری په هره مدرسه، جومات او درس ګاه کی د هر میناره په سر توپونه ولګول، بیا چه کله د ۲۱ او ۲۲ اکتوبر ۱۷۹۸ کی د قاهری خلک د ده په وړاندی راپورته شول نو په همدی مسلمانانو یی له هر جومات، مدرسی او مینار څخه د توپونو خولی راخلاصی کړی او په ظرف د ۳۶ ساعتونو کی د الازهر او خوا شوا سیمه له خارو سره خاوری کړه. ټول ترهګر یی ووژل او یا یی تیښتی ته اړ کړل. د نپولین عسکر د وږو سپو په څیر ښار ته ننوتل، هر کور یی تالاشی کړ، په سلګونو ځوانان یی په ګولو وویشتل او نور په زرګونو یی د بند تورو کوټو ته وغورځول. د دوه ورځو په جریان کی د نپولین احکام پیاده او حکومت قایم شو. د قاهری پوهنتون په تالار کی د باراک اوباما د خبرو په تاید کی د لاس پړکونکو او خوشالی کونکو په حالت ژړا راغله. په تالار کی ناستو کسانو کی کیدای شی چاته هم دا خبره ذهن کی نه راغلی چه همدا اوس په ګاونډی پوله په پوله اسلامی هیواد فلسطین کی څو میلونه مسلمانان د بی کوره دی او در په در شپی سبا کوی، همدا نن پاکستان کی ۲۵ میلونه ځایی خلک د همدی جنګ قربانیان دی، د همده وینا کونکی طیاری زما د هیواد وادونه او د خوشالی محفلونه بمباروی، د ماشومانو غوښی مو مرغان او ګیدړان خوری، د سوزیدلی بدن ټوټی بوی نیولی.
دا ټول او هر څه د همدغه اوباما د هیواد عسکر کوی. زما د ملت مشران له د بپولین په بیه اخلی او پر مونږ یی د دکتاتورانو په بڼه راتپی، ځانته دیموکراسی خوښوی او زما د ملت په ستونی کی آواز خپه کوی، زمونږ د آزادی رای احترام نکوی او تر څو د ده د خوښی حکومت وشی. زما په ملت دومره غټ ظلم، د یولسم سپتمبر د حملو او دری زره کسانو د وژل کیدو بدل له ټول ملت څخه په دومره ظالمانه ډول اخستل کوم انصاف دی؟ د عراق هر پنځم وګړی وژل شوی، افغانستان په تیرو دیرشو کلنو کی کله د دوستی او کله د دشمنی په نوم په اور کی سوزول کیږی، په ملینونو انسانانو ژوند له لاسه ورکړی او دا لړی لا روانه ده. همده باراک اوباما د مصر د سفر څخه څو ورځی وړاندی په خپل امر په زرګونو نور امریکای عسکر دی هیواد ته واستول.
دا په کومه خوله د قرانکریم ددی آیت ترجمه لولی چه د یو انسان وژل د ټول انسانیت وژل دی؟ څه وکړو دوی سره داسی لاملونه او دلیلونه شته چه له امله یی باید نور انسان وژل شی. باید د نړی څخه د سولی کور جوړ کړای شی، ترهګر باید له میځه یوړل شی، د خلکو د ځان او مال ساتل دی. کوم ظالم دکتاتور مسلمان به دا ایت نه وی لوستلی چه د یو انسان وژل د ټول انسانیت وژل دی؟ خو بیاهم بل انسان وژنی.
زړه می د هغه ساده مسلمانانو په بی عقلی او سادګی سوزی کوم چه د نپولین په څیر دی سړی پوری خپل ټول توقعات او امیدونه تړی، کوم چه خپله وینا کی د شپیږو میلنونو یهودانو وژل کیدل یادوی ولی د قاتلی اورپا د نوم له اخستلو ډډه کوی ځکه چه ګټی یی ورسره تړلی دی، او تیره پیړی کښی د وژل شوو نیم ملیارد مسلمانانو یادول د خپل ځان سپکاوی ګڼی. ځکه چه دوی خو د دریمی نړی حیوانات بولی.
زما د ساده او ویده ملت ویده او ساده بچو!!! ستاسی د بیداری په هیله!!!
انورنصار ددغه پروګرام مسئول رسنیوته ویلي دي چې دغه شل زره ځوانان او نجونې دلیسو اوپوهنتونونو شاګردان او محصلین دي چې ددولسو او شلو کلونو ترمینځ عمر لري، ددیارلس زروتنو سرپرستی به د[دارالقرآن ټولنه ] او دنورو اوه زرو به داوقافو وزارت په غاړه لري.

نصار په دې ډیر خوښ دی چې سږ کال دقرآن دحفظ په پروګرام کې دونډه والو شمیر دنورو کلونو په پرتله څلوربرابره زیات دی او داپه دې معنا ده چې هرڅومره کلابندی اومحاصره تنګیږی په هماغه کچه زمونږ ولس دیندارۍ ته مخه کوي.
۱۶ کلنه پیغله [آلاء رملاوي ] ویاړي چې دقرآن حفظ ته یې ملا تړلې ده نوموړې وایی: مونږ باید علم اوپوهه ترلاسه کړو...دښمن(اسرائیل) غواړی چې په کلابندۍ،فقر او بمبار سره مو له منځه یوسي.
ابوهیثم یوبل فلسطینی دی چې په یوه غیردولتی موسسه کې یې دنده لرله مګر هغه اوس دحماس پرحکومت دمحاصرې له امله تړل شوې ده نوموړي هم خپل زوی دقرآن دحفظ لپاره دکور ترڅنګ یوې مدرسې ته استولی دی او وایی چې مونږ باید په خپلو بچیانو دین زده کړو ځکه چې مسلمانان یو
ام محمد یوه فلسطینۍ میرمن ده چې خپلې درې لوڼه یې دقرآن دحفظ په موخه نزدې مسجد ته استولې دی نوموړې وایی : په خپلو لوڼو باید دینی زده کړې وکړو څو په راتلونکي کې دخپل دین او هیواد خدمت وکړای شي.
نصار وایی چې دبرخوالو٪۶۰ دحماس نه پرته نورو ډلو سره تړاو لري خو داچې دځوان نسل روزنه خپله دیني دنده ګڼو نو ځکه مو په دومره پراخه کچه کارپیل کړی دی .
نوموړی زیاتوي:شل زره شاګردان به په ۲۶۰ مساجدو، مدرسو او تعلیمی ادارو کې دقرآن په حفظ بوخت وي چې د۱۲۰۰ استادانو لخوا به یې سرپرستي کیږي او درې نیم ملیون ډالره لګښت به ولري چې داسلامي بیلابیلو موسسو لخوا به مرسته شي.
دنصار دوینا له مخې حماس اسلامي غورځنک په پام کې لري څو یو لړ نور ثقافی،علمي او دینی پروګرامونه هم ترتیب کړي چې نزدې یولک ځوانان به پکې ونډه واخلي په دغو پروګرامونو کې ددیني ترڅنګ دکمپیوتردرسونه ، دتاریخ زده کړې ، دآس سورلۍ او لامبو وهل هم ښودل کیږي.
عبدالظاهر داعي*
مسلمان عفيف اللسان ميباشد و اين عفت زبان برايش اجازه نمي دهد كه سخنان ناشايسته را حتي در حالات عادي استعمال نمايد ، چه رسد كه سخنان زشت و نا مرغوب را براي کسي ديگري استعمال كند، و دشنام ها غالبا با دروغ هاي بسيار بزرگ و زشت مخلوط مي باشد ، آناني كه در هنگام مزاح و يا هم در حالات مخاصمت ديگران را دشنام ميدهند و از الفاظ زشت و غير اخلاقي استفاده ميكنند خود را از دايره انسانيت كشيده صفت شيطان را بخود ميگيرند. حضرت عياض(رضي الله عنه) روايت ميکند: روزي به حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) عرض کردم که اي رسول خدا ( صلى الله عليه وسلم): شخصي از قوم من دشنامم ميدهد حالانکه او ازمن ضعيف تر است آيا از او انتقام بگيرم؟ حضرت نبي اکرم ( صلى الله عليه وسلم ) فرمود: آن دوشخص که به يکديگر ناسزا ميگويند دو شيطاني اند که به يکديگر فحش و دروغ ميگويند .
بعضي از انسانهاي بد اخلاق با مزاح هاي خارج چوكات ، استعمال دشنام هاي غيرانساني با دوستان فكر ميكنند كه بسيار خوب معلوم ميشوند ، و هنگام ملاقات با دوستان صميمي خويش الفاظ زشت را نثار آنان ميكنند كه اين الفاظ زشت او را از انسانيت و اخلاق كشيده در زمره شيطانان حساب ميكند ، و هرگاه دوستش نيز با استخدام چنين الفاظ با او همنوا گردد، هر دو شيطاناني ميشوند كه در جدول انسانهاي با اخلاق و نيك هيچ جايي نخواهند داشت .
حضرت جابر پسر سليم (رضي الله عنه ) فرمود که به حضرت محمد ( صلى الله عليه وسلم ) عرض کردم که به من نصيحتي کن ، فرمود : (هيچ کسي را دشنام مده) منهم بعد از آنروز ، هيچکسي از مردم آزاد وغلامان و حتي شتران و گوسفندان را دشنام ندادم .
در دين مقدس اسلام نه تنها دشنام دادن به انسان ( قصدي باشد يا براي مزاح ) تجاوز برحق انساني و اخلاقي اوست بلكه براي حيوانات نيز دشنام دادن يك بخش از بد اخلاقي است كه حقوق حيوان را خدشته دار ميسازد ، و متأسفانه بعضي از انسانهاييكه اخلاق شان بسيار ضعيف و ياهم فاقد اخلاق ميباشند در حالات عادي زنده گي خواهران و مادران يكديگر را دشنام ميدهند ، وفكر ميكنند كه صميمت خويش را ازين طريق ثابت نمايند ، در حاليكه اين عمل شان آبروي فاميل جانب مقابل را ميريزد ، و خودش را در صف شيطانان قرار ميدهد ، هر كه با مزاح هاي غليظيكه به خواهر ، مادر ، خانم , ودخترش استعمال ميشود غضبناك نشده ، سخنان اورا با مزاح هاي همگون پاسخ گويد در صف ديوثان ثبت ميگردد و پيامبر( صلى الله عليه وسلم ) ميفرمايد : ( لايدخل الجنة اثنان الجاسوس و الديوث) دوكس داخل جنت نمي شوند يكي جاسوس و ديگرش ديوث كه ما در زبان دري به آن دووس ميگوييم . خداوند متعال (جل جلاله ) ما را به حفظ زبان از چنين الفاظ غير اخلاقي و غير انساني توفيق عنايت فرمايد (آمين)
حضرت ابي هريره (رضي الله عنه ) روايت ميکند که شخصي در مقابل حضرت محمد ( صلى الله عليه وسلم ) به ابا بکر (رضي الله عنه) دشنام داد ، پيامبر( صلى الله عليه وسلم ) نظرميکرد و تبسم مينمود ، چون آن شخص در بدگويي زيادت نمود حضرت ابوبکرصديق(رضي الله عنه) نيزبعضي ازسخنان آن شخص را تکرار کرد ، درين حالت پيامبر(صلى الله عليه وسلم) غضبناک شده از مجلس برخاست . حضرت ابوبکر به تعقيب پيامبر رفته بر ايش عرض نمود که اي رسول الله (صلى الله عليه وسلم): زماني آن شخص مرا ناسزا ميگفت شما نشسته بوديد و هرگاه من جوابش را گفتم از مجلس برخاسته و غضبناک شديد . حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) فرمود : در آنزمان فرشتهء موجود بود که از خودت دفاع مينمود، و زماني خودت جواب آن شخص را گفتي (آن فرشته رفت) شيطان در وسط آمد و من با شيطان نمي نشينم ، (بدين سبب برخواستم) ورفتم ، بعد از آن رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ارشاد فرمود ند : اي ابا بکر ! سه سخن است که همه حق هستند :
1- هربندهء که بالايش ظلم گردد و او بخاطر خداوند(جل جلاله) از آن بگذ رد (انتقام نگيرد) در عوض آن الله تعالي او را کمک و مدد فرموده وقوي ميفرمايد .
2- هرشخصي که براي صله رحم دروازهء خود را باز ميکند الله (جل جلاله) عوض آن را به اوبسيار زياد خواهد داد .
3- هر کسي که براي اضافه کردن ثروت گدايي و خيرات خوري ميکند الله (جل جلاله) ثروت او را ناقص ميکند . (مسند احمد)
ازحديث فوق معلوم ميگردد كه درمجالسي كه دشنام ها رد و بدل ميشوند ، خواه به صورت جنگ و مخاصمت باشد و يا هم براي مزاح و خوش گذراني شيطان فورا در آن مجلس حاضر شده و ملائكه هاي رحمت الهي آنجا را ترك ميكنند. بنابرين، هر مسلماني كه در چنين مجالس نشسته باشد يا مانع دشنام آنان گردد وياهم اگر توان ممانعت را نداشت خود آن مكان را ترك نمايد.
خداوند (جل جلاله) در وصف چنين اشخاص ميفرمايد ( و إذا مروا باللغو مروا كراما ) مؤمنان حقيقي و پرهيزگار هرگاهي در مجالس لغو گويي قرار گيرند ، كريمانه مرور نموده خود را درجريمه شان شريك نمي سازند .
* عبدالظاهر داعي استاد پوهنحي شرعيات پوهنتون كابل.
حماد حليمي
د نړيوالو دغه خبره ټيک ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان د جمهوري رياست له ماڼۍ نه په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي وو چې جنرال دوستم يوځل بيا پر خپله څوکۍ کښېنول شو .
کرزی به په سترګو کې شرم نه لري چې يوځل بيا يې جنګ سالارانو او ملي خاينانو ته لاسونه اوږده کړل .
دا خو څه کوې چې تېره مياشت دوه مشهور جنګي مجرمين خپل مرستيالان وټاکل . 
د برتانيا ډيلي ټيليګراف ورځپاڼې له دې موضوع پرده پورته کړې او بربنډه کړې يې ده.
د ورځپاڼې نننۍ ګڼه ليکي چې د اوزبکو دغه قوماندان او جنګي مشر عبدالرشيد دوستم، چې د لنډې مودې لپاره تېرکال له هېواده شړل شوی و، يوځل بيا د پوځي سلاکار څوکۍ ورکړل شوه .
دوستم له تېر نژدې يوه کال راپدېخوا په تبعيد کې و، نوموړي ته د هغه پخوانيو ملاتړو ترکانو ځای ورکړی و، چې تل يې د مظلومو افغانانو په وژنه کې ورسره مرسته کړې ده .
کرزی ملامت نه دی، ځکه چې دی اوس په خپل انتخاباتي کمپاين کې هر بوټي ته لاس اچوي، دوستم خو يې لا مخکې ملاتړ کړی و .
تيلي ګراف ليکي چې په کابل کې يې د يوه نړيوال جګپوړي چارواکي سره، چې له هويت ښودلو يې ډډه کړې، خبرې کړې دي .
سپېره سوټی
ده ويلي چې : (( دوستم، قسيم فهيم او کريم خليلي ستر جنګي مجرمين او شوکمار دي، دا بسنه د افغانستان د راتلونکي واکمن او يا د هغه د مرستيال لپاره بسنه نه کوي، چې د توپک له ماشې پرته نور څه ونه پېژني او سپېره سوټی وي . او نه دا ډول کسان د افغانستان راتلونکي ته په درد خوري، بلکې لانور هېواد له بدمرغيو سره مخامخوي .))
ورځپاڼه ليکي کرزی په دې خوښ دی، چې ګني په دغه هېواد کې يې د قومي لږکيو او يا ډېرکيو استازي له ځانه سره نيولي دي . خو دا بسنه نه کوي .
کرزی له دغو دوو ټاکل شويو څېرو کومه ګټه اخيستی نشي، ځکه چې ملت ته د دوی کرغيړنې څيرې معلوم دي او نور ملت د دوی په څېرو نشي غوليدی .
اوباما بايد اسلامي نړۍ ته عذر وكړي او دهغو ټولو جګړو [چې بوش د 2001 م كال د ستمبر11مې دپيښو نه وروسته اعلان كړې] په اړه بښنه وغواړي او دښه نيت په توګه داسلامي نړۍ له ټولو برخو او هيوادونو څخه خپل سرتيري وباسي او مسلمان ولسونه پريږدي چې په خپله خوښه او اراده خپل برخليك وټاكي او له خپلو زيرمو او ثروتونو نه دځان په ګټه كارواخلي،ټول هغه زندانونه وتړي چې بوش جوړكړي وو او زندانيان خوشې كړي ، دهغوى په حقوقو دتيري عوض او بدله وركړي
عبدالفتاح جواد
عربي نړۍ ته داوباما سفر اوبيا د مصر په پلازمينه قاهره كې اسلامي نړۍ ته دهغه وينا هغه موضوع وه چې په دې وروستيو كې غربي او عربي رستيوورته ګرم كمپاين درلود، لويديځ پالو او دلويديځ په زور واكمنو مشرانو هم خپل ولسونه هيله منكړي وو چې اوباما به سيمې ته په رارسيدوسره داسې ملغلرې وشيندې چې نړۍ به پرې ګل او ګلزار شي ، اوباما راغى او له ازهرپوهنتون څخه يې هغې اسلامي نړۍ ته وينا وكړه چې دده دسرتيرو او چورلكو له لاسه ښه ورځ نه لري او دقراّني اّيتونو دژباړې په وړاندې كولو سره يې داسې وښودله چې ګواكې امريكايان دځمكې پرمخ تربل هرچا زيات بشردوست، سوله پال او مينه ګر خلك دي او هم دوي په نړۍ كې د انساني ګډ او سولييز ژوند ښه بيلګه وړاندې كولي شي چې نوره نړۍ بايد ترې نه تقليد او لاس نيوي وكړي.
داوباما خبرې كه چا اوريدلې وي خو له هغوكارنامو او لاسته راوړنو سره چې په افغانستان ، عراق او نورو هيوادونو كې دوي ددوي په اصطلاح دځوانې ديموكراسۍ په پلي كولو كې لرلې دي اشنا نه وي نو خامخا يې ترتاثير او اغيز لاندې راځي او دنړۍ په سطحه روانوكشمكشونو ټوله پړه به په هغو لوريو او خلكو اچوي چې له امريكا نه خوابدي دي او له لويديځ نه كركه لري.
ډيرى كتونكي په دې اند دي چې داوباما په وينا كې كوم دپام وړ بدلون نه وو بلكې له بوش سره يې يوازې دلهجې توپير درلود معنا داچې بوش غوښتل دګواښ او تهديد په وسيله دمسلمانانو ذهنونه واړوي او له خپل برخليك او راتلونكي نه يې غافل كړي اما اوباما بيا په سولييزه توګه دغه هدف ته ځان رسول غواړي، اودده ټاكنه هم دهمدې گگ موخې لپاره وه چې هغه كار چې بوش په زور اوقوت سره ونه كړاي شو دي يې په پسته او خوږه ژبه ترسره كړي .
خوداچې اّيا ممكنه ده چې دامريكا او لويديځ خونړى تاريخ دې په يوڅو خوږو او شيرينو الفاظو او جملو سره تلافي شي؟او ايا اوباما كولى شي په يوه وينا سره هغه ټولې نادودې او ظلمونه چې بوش په مسلمانانو باندې كړي دي له ذهنونو نه محوه كړي؟ نه ، هيڅكله هم نه!
كه اوباما له اسلامي نړۍ سره داړيكو په يوه نوې پاڼې خلاصولو كې ريښتوني وي نو بيا خو دې له ځانه دفتواوركولو عادت پريږدي چې يوه ته خير او بل ته شر وايي،څوك معتدل او نور بيا افراطيان ګڼي ځكه چې دغه اوږده شخړه په همدې روانه ده چې لويديځوالو تل مسلمانان په ډلو ويشلي دي څوك يې چې پلوي اوتابع وي نو هغه بياروڼ اندي، بشردوست اومعتدل بولي خو هغوي چې په خپل دين كلك ولاړ دي او ديوه اسلامي حاكميت لپاره هڅه او هاند كوي دبنسټ پالو،سخت دريځو او افراطيانو په نومونو يادوي چې دغه ويش له اساس نه په غلط اوكاږه نيت بنا دى ، نه طالب شتون درلود او نه القاعده چا پيژندله ، دشوروي پرضد جهاد كې هم لويديځ هغو جهادي ډلو ته چې اسلامي اصولو او قوانينو ته يې ترنوروښه التزام درلود او تريوه حده دنړيوال اسلامي حركت (اخوان المسلمين ) له فكر او اند نه هم اغيزمن وو سخت دريځي بلل او مخالفت يې ورسره درلود،كه داخوان المسلمين تاريخ وګورو نو كله يې هم دامريكا په كوم سفارت او مركز كې چاودنه نه ده كړې مګر دهمدغه لويديځ په اشاره او سترګك دلاسپوڅو واكمنانو ترظلم او تاړاك لاندې دي ان تردې چې داتيا كلونو په تيريدو سره هم لا په مصر كې درسمي فعاليت اجازه نه لري!
اوباما بايد اسلامي نړۍ ته عذر وكړي او دهغو ټولو جګړو [چې بوش د 2001 م كال د ستمبر11مې دپيښو نه وروسته اعلان كړې] په اړه بښنه وغواړي او دښه نيت په توګه داسلامي نړۍ له ټولو برخو او هيوادونو څخه خپل سرتيري وباسي او مسلمان ولسونه پريږدي چې په خپله خوښه او اراده خپل برخليك وټاكي او له خپلو زيرمو او ثروتونو نه دځان په ګټه كارواخلي،ټول هغه زندانونه وتړي چې بوش جوړكړي وو او زندانيان خوشې كړي ، دهغوى په حقوقو دتيري عوض او بدله وركړي، كه دامريكا ، فرانسې ، انګلستان او نور هيوادونه دويتو حق لري نو بايد يونيم ميليارد مسلمانانو ته يې هم وركړي، كه دټاكنو له لارې راغلي حكومتونه قانوني ګڼي نو بايد دحماس ټاكل شوي حكومت هم ومني او ورسره رسمي او انساني چلند او تعامل شروع كړي او كه نه نو په تشو خبرو نن سبا هيڅوك هم نه غوليږي!
تــــه راتــــه سـباسبا كـوه زه بـه بيګا كړم
پريږده چې لوظونه ددروغو دې رښتياكړم
| Currency | Buy |
Sell |
| USD | 50.00 |
50.30 |
| EURO | 69.48 |
70.18 |
| GBP | 81.02 |
81.92 |



